Healthافغانستانبغلانپښتو

بغلان کې د ۱۲۰ زره ډالرو په لګښت د فوټسال یو لوبغالی جوړ… — Bakhtar

روان خبرHealthبغلان1 سرچینېتازه شوی: 2026-11-21 13:13:03🎙 راډیو واورئ

Summary: د بغلان ولایت د بورې فابریکې په صنعتي ښارګوټي کې د یوه پانګوال له لوري د ۱۲۰ زره امریکایي ډالرو په شخصي لګښت د فوټسال لوبغالی جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د بغلان د بدني روزنې او ورزش ریاست تخنیکي مرستیال ذبیح‌الله دقیق باختر اژانس ته ویلي، چې ورزش د ځوانانو د استعدادونو په غوړېدو، د ټولنې د روغتیا په ساتلو او د نشه‌یي توکو پر وړاندې د هغوی په خوندي ساتلو کې مهم رول لري.نوموړي زیاته کړې، چې اوس مهال په دغه ولایت کې شاوخوا ۲۰ معیاري ورزشي لوبغالي موجود دي.ورته مهال، د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي او د دغه ولایت د والي ویاند فاروقي خپلواک، چې د یاد لوبغالي د پرانیستې په مراسمو کې یې ګډون کړی و، ورزش د ځوانانو د استعدادونو د ودې، ټولنیز پیوستون د پیاوړتیا او د سالمې ټولنې د رامنځته کېدو لپاره مهم وباله.دغه راز، د لوبغالي پانګه‌وال عبدالبشیر ویلي، چې دغه ورزشي ټولګه یې د ورزش د ودې او د بورې فابریکې په صنعتي ښارګوټي کې ځوانانو ته د غوره ورزشي اسانتیاوو د برابرولو په موخه جوړه کړې ده.

لنډ معلومات

ځایبغلان
موضوعHealth
سرچینې1
تازه شوی2026-11-21 13:13:03

مهالوېش

  1. Bakhtar

    بغلان کې د ۱۲۰ زره ډالرو په لګښت د فوټسال یو لوبغالی جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-11-21 09:38:57

بغلان کې د ۱۲۰ زره ډالرو په لګښت د فوټسال یو لوبغالی جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button