کابل (پژواک) – د ایټالیا د پولیسو پخواني مشر جیاني ديجنارو چې په ۱۹۹۲ کال کې د مافیا پر وړاندې د مبارزې د یوه وتلي قاضي د وژنې په اړه د نویو تحقیقاتو د مخنیوي د هڅې په تور تر څېړنو لاندې و، ځانوژنه کړې ده. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، ديجنارو د شنبې په ورځ د ایټالیا په توسکاني سیمه کې په خپل کور کې مړ موندل شوی دی. د ګروستو سیمې څارنوالانو په دې اړه چې هغه چا ځانوژنې ته هڅولی، خپلې څېړنې پیل کړې دي. د راپور له مخې، څارنوالانو د ديجنارو تر مړینې یې یوه اونۍ مخکې د هغه د کورني بند غوښتنه کړې وه. نوموړی د هغو ادعاوو په تړاو تر څېړنې لاندې و چې ګواکې په ۱۹۹۲ کال کې یې د پالرمو ښار د موټر بم چاودنې په اړه د نویو تحقیقاتو د مخنیوي هڅې کړې وې. په دې چاودنه کې د مافیا ضد قاضي پائولو بورسلینو د پولیسو له پنځو ساتونکو سره وژل شوي وو. د ديجنارو وکیل فرانچسکو برتورتا ویلي چې د دغو نویو تحقیقاتو خبر نوموړی سخت اغېزمن کړی و. د هغه په وینا، ديجنارو د هغو تورونو پر وړاندې له ځان څخه دفاع کوله چې ناعادلانه او سپکاوي ډک یې ګڼل. نوموړي د ځان پر وړاندې لګېدلي تورونه رد کړي وو. د بورسلینو د وژنې قضیه د…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Pajhwok
د ایټالیا د پولیسو پخواني مشر د مافیا اړوند قضیې په اړه د څېړنو په لړ کې ځانوژنه کړې
سرچینې
Afghan sources
د ایټالیا د پولیسو پخواني مشر د مافیا اړوند قضیې په اړه د څېړنو په لړ کې ځانوژنه کړې