EconomyKabulافغانستانپښتو

ملا برادر: ملګري ملتونه او نړۍوال بنسټونه دې خپلې مرستې پراختیايي برخو ته… — Pajhwok

روان خبرEconomyKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-07-08 10:18:32🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۵): د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د کډوالو چارو کې د م.م له عالي کمېشنر سره په لیدنه کې ویلي چې نړۍوال بنسټونه دې خپلې مرستې پراختیايي برخو ته ځانګړې کړي، څو راستنېدونکو کډوالو او په کور دننه بې‌ځایه شوو افغانانو ته د سرپناه، ښوونځیو، برېښنا، پاکو اوبو، کارموندنې او نورو برخو کې اسانتیاوې رامنځته شي. د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت خبرپاڼه کې راغلي چې ملا عبدالغني برادر اخند نن د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنر برهام صالح سره ولیدل. سرچینه زیاتوي، په دې لیدنه کې د افغان کډوالو د وضعیت، له راستنېدونکو کډوالو سره د بشري او پراختیايي مرستو او له عامو افغانانو سره د راتلونکو همکاریو په اړه خبرې وشوې. خبرپاڼه کې راغلي، د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال له ملګرو ملتونو او نړۍوالو بنسټونو مننه وکړه چې له افغان کډوالو سره یې بشري مرستې کړې دي. ملا برادر ټينګار کړی چې ملګري ملتونه او نړۍوال بنسټونه دې خپلې مرستې پراختیايي برخو ته ځانګړې کړي، څو راستنېدونکو کډوالو او په کور دننه بې‌ځایه شوو افغانانو ته د سرپناه، ښوونځیو، برېښنا، پاکو اوبو، کارموندنې او نورو برخو کې اسانتیاوې رامنځته شي. اقتصادي معاونیت لیکلي چې برهام صالح په پراختیايي برخو کې د افغانستان اسلامي امارت د ترسره شوو هڅو ستاینه وکړه او ډاډ یې څرګند کړ چې دوی به پوره هڅه وکړي څو د…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعEconomy
سرچینې1
تازه شوی2026-07-08 10:18:32

مهالوېش

  1. Pajhwok

    ملا برادر: ملګري ملتونه او نړۍوال بنسټونه دې خپلې مرستې پراختیايي برخو ته ځانګړې کړي

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-08 14:48:28

ملا برادر: ملګري ملتونه او نړۍوال بنسټونه دې خپلې مرستې پراختیايي برخو ته ځانګړې کړي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button