افغانستانامنیتدری

ایراني رسنۍ: د ولسمشر په دفتر کې څراغونه او د تودوخې سیسټم بند… — Bbc

در حال تکمیلSecurity1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-11-22 12:08:19🎙 رادیو را بشنوید

د ایران دولتي رسنۍ 'صدا وسيما' په دې وروستيو کې يو راپور خپور کړی چې ښيي د دغه هېواد ولسمشر مسعود پزشکيان په يوه تياره ګوته کې له بخارۍ پرته په سړه هوا کې کار کوي. ښاغلي پزشکیان د ایران دولتي رسنۍ خبريال ته وايي، که هوا نوره سړه شي، دی به يوې کوچنۍ کوټې ته لاړ شي. د ایران چارواکو تر دې مخکې له خلکو غوښتي وو چې د خپلو کورونو تودوخه شاوخوا ۲۰ سانتي ګرېډ درجو کې وساتي. په ويډيو کې لیدل کېږي چې د ښاغلي پزشکیان د کوټې تودوخه ۱۸ درجې ده. دا په داسې حال کې ده چې ایران ويلي، که د افغانستان د برېښنا د وېش شبکه چمتو وي، دغه هېواد کولی شي دوه زره مېګاواټه برېښنا په بېړني ډول افغانستان ته صادره کړي. دا موضوع د طالبانو حکومت د ماليې وزير محمد ناصر اخوند او د ایران د انرژۍ وزير عباس علي ابادي ترمنځ په ليدنه کې مطرح شوې وه. دغه ليدنه ایران ته د طالبانو حکومت د پلاوي د رسمي سفر په ترڅ کې ترسره شوې وه. د ایرن ولسمشر وايي، خلک او حکومت بايد داسې اقدامات وکړي چې چارې په ټپه ونه درېږي. "هېڅوک بايد د انرژۍ د کمښت له کبله بې کاره نشي. دا هغه شعار دی چې موږ خپل پورته کړی او په عملي توګه که همداسې وکړو، کولی شو…

اطلاعات کوتاه

موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-11-22 12:08:19

خط زمانی

  1. Bbc

    ایراني رسنۍ: د ولسمشر په دفتر کې څراغونه او د تودوخې سیسټم بند دي – BBC News پښتو

منابع

External sources

BbcPS
2026-11-22 11:11:32

ایراني رسنۍ: د ولسمشر په دفتر کې څراغونه او د تودوخې سیسټم بند دي – BBC News پښتو

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button