Kabulافغانستانامنیتپښتو

زېلېنسکي له امریکا د پاتریوت توغندیو غوښتنه کړې — Pajhwok

روان خبرSecurityKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-11-22 17:42:06🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک) – د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي له امریکا غوښتي چې اوکراین ته د پاتریوت توغندي ورکړي؛ دا غوښتنه داسې مهال کوي چې روسیې په تېره یوه اونۍ کې د اوکراین پر ۲۰ سیمو بریدونه کړي او په تازه بریدونو کې یې پنځه کسان وژلي دي. د الجزیرې د راپور له مخې، زېلېنسکي په خپل ټلېګرام کې لیکلي چې روسیې په تېره یوه اونۍ کې د پر اوکراین شاوخوا ۲۷۰۰ بریدګرې بې‌پیلوټه الوتکې، نږدې ۱۴۶۰ رهبري شوي بمونه او ۱۶۵ توغندي توغولي دي. هغه ویلي چې د توغندیو د پام وړ برخه بالستیک توغندي وو چې ځینې یې د شمالي کوریا له لوري روسیې ته ورکړل شوي دي. زېلېنسکي د اوکراین لپاره د بالستیک ضد دفاعي سیسټمونو د توغندیو په ورکړه کې ځنډ ته په اشارې ویلي: «په داسې وضعیت کې د اوکراین لپاره د بالستیک ضد سیسټمونو د توغندیو د ورکړې ځنډ درک کول په ځانګړي ډول ستونزمن دي.» د راپور له مخې، اوکراین د امریکا د پاتریوت دفاعي سیسټم لپاره د توغندیو له کمښت سره مخ دی. زېلېنسکي ویلي چې د ناټو د یوې همغږې شوې برنامې له لارې د اوکراین متحدینو د دغو توغندیو بیه مخکې له مخکې ورکړې، خو د لېږد لپاره یې لا هم د واشنګټن تایید ته اړتیا ده. د الجزیرې د راپور له مخې، د روسیې په تازه بریدونو کې د کي‌یف…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-11-22 17:42:06

مهالوېش

  1. Pajhwok

    زېلېنسکي له امریکا د پاتریوت توغندیو غوښتنه کړې

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-11-22 22:10:54

زېلېنسکي له امریکا د پاتریوت توغندیو غوښتنه کړې

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button