د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزارت وايي، د امیر خان متقي په مشرۍ یو پلاوی به راتلونکې میاشت په تهران کې د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) په ۱۸مه سرمشریزه کې ګډون وکړي. دا خبر باختر دولتي خبري اژانس د دغه وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو د رییس حافظ ضیاء احمد تکل په حواله خپور کړی دی. ټاکل شوې د ایکو دا سرمشریزه د راتلونکې ډسمبر میاشتې پر ۳مه او ۴مه نېټه ترسره او د غړو هېوادونو مشران پکې برخه واخلي. د یادونې ده چې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت دویم سیاسي رئیس ذاکر جلالي هم څو ورځې وړاندې پر خپله اېکس پاڼه لیکلي وو چې "افغانستان به د اقتصادي همکاریو سازمان( ایکو) په راتلونکې سرمشریزه کې ګډون وکړي"، خو دا یې نه وه روښانه کړې، چې دا ځل به له افغانستانه دې سرمشریزې ته څوک ورځي. تېر کال په اذربایجان کې د دغه سازمان سرمشریزې ته د طالبانو حکومت د لومړي وزیر د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ پلاوی ورغلی و. ښاغلي جلالي دا پوست د نومبر ۱۵مه داسې مهال کړی و، چې پاکستان د ایکو یا اقتصادي همکاریو سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د دوه ورځنۍ غونډې کوربه و، خو د طالبانو له حکومته څوک نه وو وربلل شوي. هغه لیکلي وو چې د افغانستان له حضور پرته 'د معنا لرونکې…
Quick facts
Timeline
-
Bbc
د طالبانو حکومت: د متقي په مشرۍ پلاوی تهران کې د ایکو په سرمشریزه کې ګډون کوي – BBC News پښتو
Sources
External sources
د طالبانو حکومت: د متقي په مشرۍ پلاوی تهران کې د ایکو په سرمشریزه کې ګډون کوي – BBC News پښتو