کابل (پژواک، ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۵): د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، خپل د خزانې وزیر سکاټ بېسنټ ته یې امر کړی چې له اسپانیا سره د امریکا ټولې سوداګریزې اړیکې ودروي. رویټرز راپور ورکړی چې ټرمپ نن (چهارشنبه) د ترکیې په پلازمېنه انقره کې د ناټو سرمشریزې په پیل کې چې د دغه تړون د سرمنشي مارک روټه ترڅنګ ناست و، وویل چې نور له اسپانیا سره هيڅ ډول سوداګري نه غواړي. هغه مادرید په ناټو کې «ډېر بد شریک» بللی دی. ټرمپ د ناټو له هغې نوې موخې سره د اسپانیا مخالفت ته په اشاره چې له مخې یې غړي هېوادونه باید د خپل ناخالص کورني تولید پنځه سلنه دفاعي بودجې ته ځانګړې کړي، ویلي: «اسپانیا له هيڅ شي سره موافقه نه کوي او تاسو باید د هغه بار پر اوږو یو نه شئ.»َ نوموړي وروسته د امریکا د خزانې وزیر ته په خطاب کې وویل: «نه غواړم له هغوی سره هیڅ سوداګري ولرو.» سکاټ بېسنټ هم په ځواب کې وویل: «هو، ښاغلی ولسمشر.» د امریکا ولسمشر زیاته کړې: «سمدستي دا کار وکړئ، ان ورسره خبرې هم مه کوئ؛ هغوی ناهیله کوونکي دي، بد خلک دي، هغوی له موږ سره له سوداګرۍ ډېرې پیسې ترلاسه کوي او موږ به داسې وکړو چې عاید یې ډېر کم شي، زه له هغوی سره هيڅ سوداګري نه غواړم.» د رویټرز د راپور…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Pajhwok
ټرمپ له اسپانیا سره د امریکا د سوداګرۍ درولو امر وکړ