کابل (پژواک) – د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت په یوه خبرتیا کې د ګرځندوی برخه کې د پانګونې لپاره شپږ برخې د مناسبو فرصتونو په توګه معرفي کړې او له پانګهوالو یې غوښتي چې په دې برخو کې خپلې طرحې شریکې کړي. د ریاستالوزرا د اقتصادي معاونیت په خپره شوې خبرتیا کې راغلي چې افغانستان د زرګونو کلونو تاریخي اثارو، کلتوري تنوع او ښکلو طبیعي جاذبو په لرلو سره د ګرځندوی برخه کې د پانګونې ډېر بالقوه ظرفیتونه لري. د خبرتیا له مخې، د ګرځندوی د زیربناوو په جوړولو او پراختیا، د هوټلونو په جوړولو او پراخولو او د سیلانیانو لپاره د اسانتیاوو، اړینو امکاناتو او خدمتونو برابرولو کې پانګونه په هېواد کې د پانګونې له فرصتونو څخه دي. همدارنګه، د تاریخي اثارو ساتنه او بیارغونه، د موزیمونو پراختیا او په ملي پارکونو او طبیعي جاذبو کې پانګونه هغه نورې برخې دي چې د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت د پانګونې لپاره معرفي کړې دي. د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت له ټولو پانګهوالو غوښتي چې په یادو برخو کې خپلې پانګیزې طرحې د دغه معاونیت تر چتر لاندې د بینالوزارتي پانګونې کمېټې ته وړاندې کړي. په خبرتیا کې د اړتیا وړ پانګې د کچې، د پانګونې د شرایطو او پانګهوالو ته د احتمالي اسانتیاوو په اړه جزئیات نه دي ورکړل شوي.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Pajhwok
د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت د پانګونې لپاره شپږ سیاحتي برخې معرفي کړې
سرچینې
Afghan sources
د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت د پانګونې لپاره شپږ سیاحتي برخې معرفي کړې