خالص: چاپېریالي پروژې دې د افغانستان له لومړیتوبونو او واقعي اړتیاوو سره سمې… — Pajhwok
کابل (پژواک) – د چاپېریالساتنې ادارې لوی رییس وايي، د کوچنیو چاپېریالي مرستو پروګرام له لارې تمویلېدونکې پروژې باید د افغانستان له ملي لومړیتوبونو، چاپېریالي پالیسیو او واقعي اړتیاوو سره سمې پلان شي. د چاپېریالساتنې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي چې مولوي مطیعالحق خالص دغه څرګندونې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) له لوري د نړۍوال چاپېریالي صندوق (GEF) په ملاتړ، د افغانستان لپاره د کوچنیو چاپېریالي مرستو پروګرام (SGP) د بیا پرانیستې مراسمو کې کړې دي. خالص ویلي چې دغه پروګرام د نړۍوال چاپېریالي صندوق یو مهم نوښت دی چې موخه یې د سیمهییزو ټولنو، نادولتي مؤسسو او ټولنیزو بنسټونو د ظرفیتونو پیاوړتیا، د چاپېریالي ستونزو د حل لپاره د سیمهییزو نوښتونو ملاتړ او د چاپېریالساتنې په فعالیتونو کې د خلکو د ونډې زیاتول دي. هغه زیاته کړې چې د نادولتي مؤسسو ګډون او له سیمهییزو تجربو او وړتیاوو ګټه اخیستنه کولای شي د طبیعي سرچینو په ساتنه، د ځنګلونو او څرځایونو په بیارغونه، د اوبو او خاورې په مدیریت، د ژوندیو موجوداتو او ایکوسیسټمونو په ساتنه او د اقلیمي بدلون د منفي اغېزو په کمولو کې اغېزناک رول ولوبوي. نوموړي ټینګار کړی چې د پروژو په ټاکلو او پلې کولو کې باید هغو فعالیتونو ته لومړیتوب ورکړل شي چې د طبیعي سرچینو په ساتنه، د چاپېریالي ستونزو په حل، د سیمهییزو ټولنو د ژوند د شرایطو په…
Quick facts
Timeline
-
Pajhwok
خالص: چاپېریالي پروژې دې د افغانستان له لومړیتوبونو او واقعي اړتیاوو سره سمې پلان شي
Sources
Afghan sources
خالص: چاپېریالي پروژې دې د افغانستان له لومړیتوبونو او واقعي اړتیاوو سره سمې پلان شي