غزنيښار (پژواک) – د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د نیزهوهنې یو ورځنۍ سیالۍ د ۲۷ لوبډلو او ۱۰۸ لوبغاړو په ګډون ترسره او د شهید احمدخان «باوري» لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې. د غزني ولایت د نیزهوهنې فدراسیون مسوول انور اندړ پژواک ته وویل چې دغه سیالۍ د اندړو ولسوالۍ په شمشي کلي کې د نیزهوهنې فدراسیون له لوري د غزني د بدني روزنې او ورزش امریت په همغږۍ ترسره شوې. د نوموړي په وینا، په دغو سیالیو کې د غزني ښار، اندړو، ګیرو او دهیک ولسوالیو لوبډلو او د پکتیکا ولایت د مرکز ښرنې یوې لوبډلې چې د حاجي نیاز په مشرۍ یې ګډون کړی و، برخه اخیستې وه. هغه زیاته کړه چې د دغو سیالیو لګښت د محمدحنیف په نوم یوه کس ورکړی و. نوموړي وویل چې د سیالیو په پای کې د شهید احمدخان «باوري» لوبډلې لومړی، د محمدانور «اندړ» لوبډلې دویم او د مولوي عبدالرحمن لوبډلې درېیم مقامونه خپل کړل. د انور اندړ په خبره، د لومړي مقام ګټونکې لوبډلې ته د پامیر موټرسایکل او د دویم او درېیم مقام ګټونکو لوبډلو ته کپونه او نورې ډالۍ ورکړل شوې. نوموړي د دغو سیالیو موخه د غوره لوبغاړو پېژندل، د نیزهوهنې ورزش وده، ځوانانو ته د سالمې تفریح برابرول او د خلکو ترمنځ د یووالي او همغږۍ پیاوړتیا وبلله. ورته مهال، د نیزهوهنې یوه لوبغاړي…
Quick facts
Timeline
-
Pajhwok
غزني کې د ۲۷ لوبډلو ترمنځ د نیزهوهنې سیالۍ ترسره شوې
Sources
Afghan sources
غزني کې د ۲۷ لوبډلو ترمنځ د نیزهوهنې سیالۍ ترسره شوې