د طالبانو د معیار او کیفیت ادارې ویلي، چې د نیمروز د ورېښمو پله له لارې وارد شوي اته سوه کیلوګرامه جاینمازونه او یوه اندازه برېښنایي وسایل یې د « غیرمعیاري توب» له امله بېرته ګرځولي دي. د طالبانو د خبرپاڼې له مخې، دغه جاینمازونه تر لابراتواري ازماېښتونو او څېړنو وروسته له رسمي ستندردونو سره برابر ونه ختل او له همدې امله بېرته مسترد شول.د طالبانو د معیار او کیفیت ادارې دغه راز د فراه د شېخ ابونصر فراهي بندر له لارې د ۳۰۵ دانو برېښنايي جاروګانو د وارېدو د مخنیوي خبر هم ورکړی دی. سرچینې ویلي، د دغو جاروګانو وزن ۳ زره او ۱۱۰ کیلوګرامه و، چې دوی« بې کیفیته» ارزولي او افغان خاورې ته یې د واردېدو مخه نیولې ده. افغانستان کې د جاینمازونو د لوی صنعتي تولید د نشتوالي له امله، د کورني بازار څه باندې ۹۵ سلنه اړتیا له بهر، په ځانګړې توګه له ایران، چین، ترکیې او پاکستان څخه د وارداتو له لارې پوره کېږي. مېرمن پیلای چې پخوا یې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنرې په توګه دنده ترسره کړې، په خپله انلاین وینا کې ویلي چې د کابل له سقوط څخه نږدې پنځه کاله تېر شوي، خو د افغانستان د ښځو او نجونو وضعیت نه دی ښه شوی او د طالبانو پراخ محدودیتونه لا هم دوام لري. هغې د شته…
Quick facts
Timeline
-
AF International
طالبانو ایراني جاینمازونه بېرته وګرځول