EnglishKabulافغانستانامنیت

د اسپانیې بهرنیو چارو وزیر د افغان ښځو په ملاتړ د یو میلیون… — AF International

DevelopingSecurityKabul1 SourcesUpdated: 2026-11-23 14:17:24🎙 Listen to radio

د اسپانیې د بهرنیو چارو وزیر د دوشنبې په ورځ د لېندۍ په دویمه مادرید کې د «زموږ غږ واورئ» څلورمې غونډې پر مهال د «د افغانستان د ښځو او نجونو لپاره یو میلیون غږونه» کمپاین کې لاسلیک وکړ. مېرمن پیلای چې پخوا یې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنرې په توګه دنده ترسره کړې، په خپله انلاین وینا کې ویلي چې د کابل له سقوط څخه نږدې پنځه کاله تېر شوي، خو د افغانستان د ښځو او نجونو وضعیت نه دی ښه شوی او د طالبانو پراخ محدودیتونه لا هم دوام لري. هغې د شته شمېرو په یادولو سره ویلي چې له هرو لسو افغان ښځو څخه اته یې نه دنده لري او نه هم زده‌کړو ته لاسرسی لري. د هغې په وینا، د ښځو له بنسټیزو حقونو محرومول په کلتور یا دین نه شي توجیه کېدای. مېرمن پیلای د طالبانو د مشرانو پر وړاندې نړیوالو قضایي اقداماتو ته په اشارې سره وویل، د ۲۰۲۵ کال په جولای میاشت کې د جرمونو نړیوالې محکمې په هاګ کې د طالبانو د یو شمېر مشرانو د نیولو غوښتنه کړې وه. هغې د دې اقدام ملاتړ کړی او ویلي یې دي چې د ښځو د حقونو د پراخو سرغړونو عاملان باید ونیول شي او عدالت ته وسپارل شي. د ملګرو ملتونو دې پخوانۍ چارواکې د افغانستان د ښځو د…

Quick facts

LocationKabul
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-11-23 14:17:24

Timeline

  1. AF International

    د اسپانیې بهرنیو چارو وزیر د افغان ښځو په ملاتړ د یو میلیون لاسلیکونو کمپاین سره یوځای شو

Sources

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-11-23 11:20:50

د اسپانیې بهرنیو چارو وزیر د افغان ښځو په ملاتړ د یو میلیون لاسلیکونو کمپاین سره یوځای شو

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button