په کندهار کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر رییس کریمالله فقیري وايي: «د طالبانو د مشر ملا هبتالله اخوندزاده فرمانونه او احکام یوازې د طالبانو یا افغانستان لپاره نه؛ بلکې د اسلامي امت ټولو مسلمانانو ته دي». په کندهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په یوه خبرپاڼه کې چې دوشنبه خپره شوې، ویلي چې فقیري دغه څرګندونې په کندهار کې ملا هبتالله ته د «شیخالاسلام» لقب ورکولو په مناسبت جوړې شوې غونډې ته کړې دي.هغه ویلي: «د شیخالاسلام فرامین او احکام یوازې تر مجاهدینو پورې خاص نهدي؛ بلکې د اسلامي امت ټولو مسلمانانو ته شاملېږي او ټول مسلمانان باید یاد احکام په خپل ورځني ژوند کې عملي کړي».د طالبانو د کندهار والي ملا شیرین هم په دغه غونډه کې د ملا هبتالله د مشرۍ په ستاینه کې خبرې کړې او ویلي یې دي، چې هغه د هېچا «غیرشرعي» غوښتنو ته غاړه نه ږدي.ملا شیرین ادعا کړې، چې افغانستان په تېرو څو لسیزو کې د جګړو او بهرني «اشغال» له امله له ګڼو ستونزو سره مخ و؛ خو د شل کلن جهاد په پایله کې د طالبانو له واکمنېدو سره په هېواد کې د یوه امیر تر مشرۍ لاندې اسلامي نظام حاکم شوی دی.په غونډه کې د کندهار د دارالعلوم د احادیثو استاد نجیبالله منیب هم د طالبانو د حکومت د شرعي نظام په…
Quick facts
Timeline
-
AF International
کندهار کې د امر بالمعروف رییس: د هبتالله فرمانونه د اسلامي امت ټولو مسلمانانو ته دي
Sources
Afghan sources
کندهار کې د امر بالمعروف رییس: د هبتالله فرمانونه د اسلامي امت ټولو مسلمانانو ته دي