محمودراقي (پژواک) – د کاپیسا امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د یوې مدرسې دننه د ناچاودو توکو چاودنې د یوه زدهکوونکي ژوند اخیستی او دوه نور ټپیان شوي دي. د کاپیسا د امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه نن سهار د لمانځه پر مهال د تګاب ولسوالۍ د نوروخېلو کلي د ملا نجیب په مدرسه کې شوې ده. سرچینه زیاتوي: «د لومړنیو څېړنو له مخې، د مدرسې سیمه په تېرو کلونو کې د جګړو ډګر وه او د پخوانیو جګړو ناچاودې مهمات لا هم په دې ساحه کې پاتې دي. لومړني معلومات ښيي چې د مدرسې زدهکوونکو د مدرسې په ساحه کې یو ناچاودېدونکی څېز موندلی او له ځان سره یې ساتلی و، چې د ناپوهۍ له امله ورسره د لاسوهنې پر مهال د سهار د لمانځه په وخت چاودنه رامنځته شوې ده.» د خبرپاڼې له مخې، په دې پېښه کې یوه زدهکوونکي خپل ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان شوي دي.
Quick facts
Timeline
-
Pajhwok
د کاپیسا یوه مدرسه کې د ناچاودو توکو چاودنې درېیو زدهکوونکو ته مرګژوبله اړولې ده
Sources
Afghan sources
د کاپیسا یوه مدرسه کې د ناچاودو توکو چاودنې درېیو زدهکوونکو ته مرګژوبله اړولې ده