DevelopmentKabulافغانستاندری

له سیداباد تر غزني د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا لېږد پروژې پاتې چارې بیا… — Pajhwok

در حال تکمیلDevelopmentKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-11-24 13:24:59🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک) – د افغانستان برېښنا شرکت وایي، د ارغندۍ – غزني د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا لېږد پروژې پاتې چارې له سیداباد څخه تر غزني ښاره د برېښنا د دغه مزي د پیاوړتیا او عصري کولو په موخه بیا پیل شوې دي. برېښنا شرکت پر خپله اېکس‌پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي چې د دغه شرکت د انجنیرانو او مسلکي تخنیکي کارکوونکو په هڅو له ارغندۍ تر سیداباد پورې د یادې پروژې چارې بشپړې شوې او له سیداباد تر غزني پورې یې پاتې چارې د برېښنا د پرچاویو له فرصت څخه په استفادې بیا پیل شوې دي. سرچینې زیاته کړې چې په دې اصلاحي پروژه کې د اړوندو فازونو د زیانمنو شوو مزو پر بدلولو سربېره، نور اړین تجهیزات هم عصري کېږي او ټاکل شوې چې پاتې چارې یې ډېر ژر بشپړې شي.

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعDevelopment
منابع1
به‌روزرسانی2026-11-24 13:24:59

خط زمانی

  1. Pajhwok

    له سیداباد تر غزني د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا لېږد پروژې پاتې چارې بیا پیل شوې

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-11-24 17:52:46

له سیداباد تر غزني د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا لېږد پروژې پاتې چارې بیا پیل شوې

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button