Summary: د افغانستان اسلامي امارت د ټولګټو وزیر ملا محمد عیسی ثاني، د هېواد شمال او شمال ختیځو ولایتونو ته د خپل کاري سفر په دوام؛ په بدخشان کې د دغه وزارت اړوند تر کار لاندې پروژو کاري بهیر ارزولی دی. د یاد وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ملا محمد عیسی ثاني، د پروژو د لیدنې پر مهال د ترسره شویو کارونو د کیفیت او د پروژو د فزیکي پرمختګ د ارزونې ترڅنګ، د قراردادي شرکتونو مسئولینو او تطبیق کوونکو ټیمونو ته لارښوونه وکړه چې چارې د تخنیکي مشخصاتو له مخې، د باکیفیته موادو په کارولو او له ټاکل شوې مودې سره سمې بشپړې کړي.هغه د بدخشان – تخار لویې لارې د ترمیماتي پروژې، له یفتل ولسوالۍ څخه د یاوان، راغستان او کوهستان ولسوالیو پر لور د ۲۶ کیلومتره سړک جوړولو پروژې، د شهر بزرګ ولسوالۍ د یوه پایه ۸۰ متره پله د جوړولو پروژې او د بدخشان – تخار لویې لارې په اوږدو کې د پاراپېټ دېوالونو د جوړولو او ګارډرېلونو د نصبولو پروژو څخه هم لیدنه کړې ده.یادې پروژې د ټولګټو وزارت له لوري د څه باندې یو میلیارده ۸۹۸ میلیونه افغانیو په لګښت پلې کېږي.ویل شوي چې د ټولګټو وزیر د خپل سفر په بهیر کې، په تخار او کندز کې هم د دغه وزارت اړوند تر کار لاندې یو شمېر پروژو څخه لیدنه کړې ده.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
د ټولګټو وزیر په بدخشان کې تر کار لاندې یو شمېر پروژو څخه لیدنه وکړه
منابع
Afghan sources
د ټولګټو وزیر په بدخشان کې تر کار لاندې یو شمېر پروژو څخه لیدنه وکړه