خوستښار (پژواک) – د خوست امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په قلندر ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله یوه کس ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور ټپيان شوي دي. د خوست د امنیې قوماندانۍ ویاند طاهر احرار وایي چې دغه پېښه تېره شپه د قلندر ولسوالۍ په کوټکۍ سیمه کې د یوه فلانکوچ موټر چپه کېدو له امله شوې ده. هغه زیاته کړې چې په پېښه کې یوه کس ژوند لاسه ورکړی او څلور نور ټپیان شوي دي. د ده په خبره چې د پېښې ټپيان نږدې روغتیایي مرکز ته لېږدول شوي دي.
Quick facts
Locationخوست
TopicHealth
Sources1
Updated2026-11-25 04:33:18
Timeline
-
Pajhwok
خوست کې ترافیکي پېښه؛ یو کس مړ او څلور نور ټپیان شوي
Sources
Afghan sources
PajhwokPS
2026-11-25 09:03:08
خوست کې ترافیکي پېښه؛ یو کس مړ او څلور نور ټپیان شوي