ځایي چارواکي وایي، د شیرزادو ولسوالۍ د شوکاڼي د کانونو د دویمې برخې قرارداد د ۶۵ میلیونه ډالرو په بدل کې یوه کورني شرکت ته د ۳۰ کلونو لپاره ورکړل شوی دی. شیرزاد د ننګرهار هغه لرې پرته ولسوالي ده چې د دغه ولایت د نورو سیمو په پرتله د شوکاڼي ډېرې زېرمې لري او شوکاڼی یې د لوړ کیفیت لرونکی دی. پخوا د دې سیمې د شوکاڼي زېرمې په ناقانونه او غیرفني ډول استخراج کېدې، خو اوس به د حکومت او قراردادي شرکتونو ترمنځ د شوي تړون له مخې د کانونو استخراج په قانوني بڼه ترسره کېږي. د ننګرهار د کانونو او صنایعو خونې مشر، میرافضل خوګیاڼی، وایي، په شیرزادو ولسوالۍ کې د شوکاڼي د کانونو د کیندلو د چارو له پیل سره د سیمې ۶۵۰ تنو اوسېدونکو ته د یوې نیمې لسیزې لپاره په مستقیم او غیرمستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې ده. خوګیاڼی وایي، پخوا د افغانستان د شوکاڼي د صادراتو تر ټولو لنډه او اسانه لار ګاونډي پاکستان ته وه؛ خو له هغه مهاله چې یاد هېواد له افغانستان سره خپلې لارې تړلې او سوداګري یې ځنډولې، دوی بدیلې لارې موندلې دي. د هغه په وینا، اوس د افغانستان شوکاڼی د ایران او ترکیې له لارې اروپا او د اسیا نورو هېوادونو ته صادرېږي. د قراردادي شرکتونو استازي وایي، له حکومت سره به شوي تړون…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Parstoday
په ننګرهار کې د لسګونو میلیونو ډالرو په پانګونه د شوکاڼي د استخراج چارې پیل شوې + راپور
سرچینې
External sources
په ننګرهار کې د لسګونو میلیونو ډالرو په پانګونه د شوکاڼي د استخراج چارې پیل شوې + راپور