د کونړ ولایت د ناړۍ ولسوالۍ په طبیعي ځنګلونو کې د اورلګېدنې له امله دوو ماشومانو ژوند بایللی او پلار یې ټپي شوی دی. د ناړۍ ولسوال امینالله شهاب وایي، له تېرو دوو ورځو راهیسې د دې ولسوالۍ د چغل غره په څنډه کې د څېړیو او نښترو په ځنګل کې اور لګېدلی دی. د نوموړي په وینا، د اورلګېدنې له امله شاوخوا یو کیلومتره ځنګلي سیمه سوځېدلې او حکومتي کارکوونکي او د سیمې اوسېدونکي د اور د مهارولو هڅې کوي ولسوال د اورلګېدنې د لامل په اړه څه نه دي ویلي. بلخوا، د کونړ د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي او مبارزې ادارې مسوولین وایي، په دې پېښه کې دوو وروڼو ژوند له لاسه ورکړی او پلار یې ټپي شوی دی
اطلاعات کوتاه
مکانبلخ
موضوعPolitics
منابع1
بهروزرسانی2026-11-25 09:27:26
خط زمانی
-
Parstoday
د کونړ په ځنګلونو کې اورلګېدنې د دوو ماشومانو ژوند واخیست