Kabulافغانستانامنیتدری

په کابل کې د ایراني شرکتونو په ګډون، د ودانیز صنعت، عمران او بیارغونې څلورم نړیوال نندارتون پرانیستل شو + راپور

در حال تکمیلSecurityKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-11-25 09:37:00🎙 رادیو را بشنوید

په کابل کې د ودانیز صنعت، عمران او بیارغونې څلورم نړیوال نندارتون د حکومتي چارواکو، د خصوصي سکټور د استازو، اقتصادي فعالانو او یو شمېر ایراني شرکتونو په ګډون پرانیستل شو. دغه نندارتون د ښار جوړولو او کور جوړولو وزارت له لوري جوړ شوی، چې پکې لسګونه کورني او بهرني شرکتونه د ودانیزو توکو، ساختماني صنعت، عمران او بیارغونې په برخو کې خپل تولیدات، لاسته راوړنې او وړتیاوې نندارې ته وړاندې کوي. په دې نندارتون کې یو شمېر ایراني شرکتونه هم ګډون لري، چې د ودانیز صنعت په بېلابېلو برخو کې د خپلو تولیداتو او تخنیکي وړتیاوو د معرفي کولو ترڅنګ، د افغانستان په مخ پر ودې بازار کې د ونډې اخیستو هڅه کوي. د نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د ریاست‌الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي له بهرنیو پانګوالو او د سیمې له هېوادونو وغوښتل چې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي. نوموړي وویل، د اسلامي امارت هڅه دا ده چې افغانستان له وارداتي هېواد څخه پر صادراتو ولاړ هېواد بدل کړي او د دې موخې د ترلاسه کولو لپاره یې د پانګونې اړینې اسانتیاوې برابرې کړې دي….کلیپ په ورته وخت کې، د ښار جوړولو او کور جوړولو وزیر نجیب‌الله حیات حقاني د هېواد په بیارغونه او پراختیا کې د خصوصي سکټور رول مهم وباله. د حیات حقاني په وینا، افغانستان له امنیت څخه برخمن دی…

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-11-25 09:37:00

خط زمانی

  1. Parstoday

    په کابل کې د ایراني شرکتونو په ګډون، د ودانیز صنعت، عمران او بیارغونې څلورم نړیوال نندارتون پرانیستل شو + راپور

منابع

External sources

ParstodayPS
2026-11-25 09:33:58

په کابل کې د ایراني شرکتونو په ګډون، د ودانیز صنعت، عمران او بیارغونې څلورم نړیوال نندارتون پرانیستل شو + راپور

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button