Politicsافغانستانپښتوغور

د سنوکر نړیوال جام؛ افغان لوبغاړي رییس خان سن زي د ۱۶ غوره… — AF International

روان خبرPoliticsغور1 سرچینېتازه شوی: 2026-11-25 13:42:14🎙 راډیو واورئ

Summary: د افغانستان د سنوکر لوبغاړي رئیس ‌خان سنزي د سنوکر نړیوال جام سیالیو د ۲۴ غوره لوبغاړو پړاو ته لاره وموندله. د افغانستان د المپیک کمېټې د معلوماتو له مخې، رئیس‌خان سنزي په دغو سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه د سویډن له استازي څخه وبایلله؛ خو په دوو راتلونکو لوبو کې یې د هند او عمان لوبغاړو ته ماتې ورکړه او په دې توګه یې د ۲۴ غوره لوبغاړو پړاو ته د لار موندلو بریا خپله کړه.د سنوکر نړیوال جام سیالۍ د عمان په کوربه‌ توب او د ۱۶ هېوادونو د لوبغاړو په ګډون، د نومبر پر ۲۳مه د دغه هېواد په پلازمېنه مسقط کې پیل شوې دي او ټاکل شوې د نومبر تر ۲۹مې نېټې دوام وکړي.د یادونې وړ ده، چې په دغو سیالیو کې د افغانستان درې لوبغاړي ګډون لري.

لنډ معلومات

ځایغور
موضوعPolitics
سرچینې1
تازه شوی2026-11-25 13:42:14

مهالوېش

  1. Bakhtar

    افغان سنوکر لوبغاړي د نړیوال جام د ۲۴ غوره لوبغاړو پړاو ته لاره وموندله

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-11-25 10:41:56

افغان سنوکر لوبغاړي د نړیوال جام د ۲۴ غوره لوبغاړو پړاو ته لاره وموندله

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button