Summary: د افغانستان د سنوکر لوبغاړي رئیس خان سنزي د سنوکر نړیوال جام سیالیو د ۲۴ غوره لوبغاړو پړاو ته لاره وموندله. د افغانستان د المپیک کمېټې د معلوماتو له مخې، رئیسخان سنزي په دغو سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه د سویډن له استازي څخه وبایلله؛ خو په دوو راتلونکو لوبو کې یې د هند او عمان لوبغاړو ته ماتې ورکړه او په دې توګه یې د ۲۴ غوره لوبغاړو پړاو ته د لار موندلو بریا خپله کړه.د سنوکر نړیوال جام سیالۍ د عمان په کوربه توب او د ۱۶ هېوادونو د لوبغاړو په ګډون، د نومبر پر ۲۳مه د دغه هېواد په پلازمېنه مسقط کې پیل شوې دي او ټاکل شوې د نومبر تر ۲۹مې نېټې دوام وکړي.د یادونې وړ ده، چې په دغو سیالیو کې د افغانستان درې لوبغاړي ګډون لري.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
افغان سنوکر لوبغاړي د نړیوال جام د ۲۴ غوره لوبغاړو پړاو ته لاره وموندله
Sources
Afghan sources
افغان سنوکر لوبغاړي د نړیوال جام د ۲۴ غوره لوبغاړو پړاو ته لاره وموندله