EnglishHealthافغانستان

د اروپا پارلمان: د طالبانو رژیم غلامي، جنسیتي اپارټایډ او د ماشومانو ودونه… — AF International

DevelopingHealth1 SourcesUpdated: 2026-11-25 14:27:04🎙 Listen to radio

د اروپا پارلمان افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د طالبانو رژیم غلامي، جنسیتي اپارټایډ او د ماشومانو ودونه بنسټیز کړي دي. د اروپا پارلمان ویاند وايي، دغه بنسټ د اروپايي ټولنې له شورا او اروپايي کمېسیون څخه غوښتي چې په خپلو ټولو ډېپلوماتیکو تعاملاتو کې د طالبانو دغه کړنې وغندي. افغانستان انټرنشنل د اروپا له پارلمان څخه پوښتنه کړې وه چې ایا دغه بنسټ د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو چلند «جنسیتي اپارټایډ» ګڼي او که نه. د اروپا پارلمان رسنیو دفتر په ځواب کې ویلي چې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له‌خوا د «غیرقانوني واک نیولو» راهیسې، افغان ښځې او نجونې له «سیستماتیکې ځورونې» سره مخ دي او له شپږم ټولګي پورته زده‌کړو، کار، عدالت، روغتیايي خدمتونو، د تګ راتګ ازادۍ او په عامه ژوند کې له ګډون څخه محرومې شوې دي. دغه بنسټ همدارنګه په افغانستان کې د عام محضر د دورو وهلو، بدني مجازاتو او اعدامونو د سملاسي پای ته رسولو غوښتنه کړې او له طالبانو یې غوښتي چې په عامه ژوند کې د ښځو او نجونو پر ګډون لګېدلي ټول محدودیتونه لغوه کړي. د اروپا پارلمان په ځواب کې دا هم ویلي چې پر مذهبي لږکیو او نورو زیان‌منونکو ډلو لګول شوي محدودیتونه هم باید لغوه شي. د زبیر یوه خپلوان وویل، دا ماشوم لا ۸ کلن و چې پلار یې پرته…

Quick facts

TopicHealth
Sources1
Updated2026-11-25 14:27:04

Timeline

  1. AF International

    د اروپا پارلمان: د طالبانو رژیم غلامي، جنسیتي اپارټایډ او د ماشومانو ودونه بنسټیز کړي دي

Sources

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-11-25 12:07:21

د اروپا پارلمان: د طالبانو رژیم غلامي، جنسیتي اپارټایډ او د ماشومانو ودونه بنسټیز کړي دي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button