قطر او کاناډا د افغانستان په تړاو د کاناډا د ګټو د ساتنې په اړه هوکړه لاسلیک کړې ده. دا هوکړه د دواړو هېوادونو د ستراتیژیکو خبرو اترو د لومړنۍ ناستې پر مهال په اوټاوا کې لاسلیک شوې ده. د قطر د بهرنیو چارو وزارت او د کاناډا د بهرنیو چارو، سوداګرۍ او پراختیا وزارت ترمنځ د لاسلیک شوې هوکړې له مخې، قطر به په افغانستان کې د کاناډا د ګټو په ساتنه کې مرسته کوي.د قطر لومړي وزیر او بهرنیو چارو وزیر، شیخ محمد بن عبدالرحمن بن جاسم آل ثاني، او د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې انیتا انند د دغو خبرو اترو مشري کړې او د هوکړو د لاسلیک پر مهال یې ګډون درلود.د افغانستان په تړاو د هوکړې ترڅنګ، دواړو هېوادونو د پانګونې د هڅونې او ساتنې تړون هم لاسلیک کړی دی.همداراز، د قطر موزیمونو او د کاناډا د کلتوري میراث ادارې د ۲۰۲۶ کال د قطر د کلتور په کال کې د کاناډا د ګډون په اړه د همکارۍ یو لیک لاسلیک کړی دی.د راپور له مخې، د قطر او کاناډا چارواکو په دې خبرو کې د ډیپلوماسۍ، اقتصاد، سوداګرۍ، پانګونې، دفاع، امنیت او بشري چارو په برخو کې د خپلو اړیکو پر پراختیا هم خبرې کړې دي.دواړو هېوادونو پر افغانستان سربېره پر یو شمېر نورو سیمه ییزو موضوعاتو هم خبرې او بحثونه سره کړي دي….
Quick facts
Timeline
-
AF International
قطر له کاناډا سره په افغانستان کې د دغه هېواد د ګټو ساتلو هوکړه لاسلیک کړه
Sources
Afghan sources
قطر له کاناډا سره په افغانستان کې د دغه هېواد د ګټو ساتلو هوکړه لاسلیک کړه