Kabulافغانستانامنیتپښتو

عراقچي: اسراییل د خپلو ګټو لپاره امریکا له ایران سره بلې جګړې ته… — Pajhwok

روان خبرSecurityKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-11-25 17:42:09🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک) – د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي د اسراییلو هغه ادعاوې چې ګواکي د ایران د درملو په کارخونو کې کیمیاوي وسلې تولېدېږي، «دروغ» بللې او ویلې یي دي چې اسراییل د دغه ډول تورونو په لګولو سره غواړي امریکا وغولوي او د خپلو ګټو لپاره یې له ایران سره په بله جګړه کې ښکېله کړي. عراقچي پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، اسراییل چې خپله په پراخه کچه د ډله‌ییزو وژنو وسلې لري، ایران د کیمیاوي وسلو د ترلاسه کولو په هڅه تورنوي. هغه زیاته کړې، نړۍ اوس پوهېږي چې اسراییل د هر تور په لګولو سره په حقیقت کې پر هغه جرم اعتراف کوي چې خپله یې ترسره کړی دی. د ایران د بهرنیو چارو وزیر د اسراییلو هغه ادعاوې هم رد کړې چې ګواکې ایران د درملو په کارخونو کې کیمیاوي او بیولوژیکي وسلې تولیدوي او پټوي. عراقچي ویلي، اسراییلو د اټومي، کیمیاوي او بیولوژیکي وسلو د منعې نړۍوالو کنوانسیونونو له لاسلیکولو ډډه کړې، سلګونه اټومي سرګلولې لري، پر اوو سیمه‌ییزو هېوادونو یې بریدونه کړي او د درېیو هېوادونو د خاورې ځینې برخې یې نیولې دي. هغه زیاته کړې چې اسراییلو یوازې په تېر یوه کال کې دوه ځله امریکا له ایران سره یوې ناکامې جګړې ته راکاږلې ده. د ایران د بهرنیو چارو وزیر په وینا، د اسراییلو د دغو تورونو موخه د امریکا…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-11-25 17:42:09

مهالوېش

  1. Pajhwok

    عراقچي: اسراییل د خپلو ګټو لپاره امریکا له ایران سره بلې جګړې ته راکاږي

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-11-25 22:10:41

عراقچي: اسراییل د خپلو ګټو لپاره امریکا له ایران سره بلې جګړې ته راکاږي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button