د عکس سرچینه، VW Pics/Universal Images Group via Getty Images امریکا متحده ایالتونه وايي، د خپلو ځینو سترو سوداګریزو شریکانو پر وارداتو به نوې تعرفې ولګوي. دا تعرفې د ۳۰۱ مادې (Section 301) د هغو څېړنو له بشپړېدو وروسته لګېږي چې په تولیدي سکتورونو کې د اضافي تولیدي ظرفیت او تولید په تړاو شوې وې. هغه اقتصادونه چې تر څېړنې لاندې راغلي دي، چین، اروپايي ټولنه، سنګاپور، سویټزرلنډ، اندونیزیا، مالیزیا، کمبوډیا، تایلنډ، سویلي کوریا، ویتنام، تایوان، بنګله دېش، جاپان او هند پکې شامل دي. د بېلابېلو هېوادونو او محصولاتو لپاره به د تعرفو کچه توپیر ولري. چین به تر ټولو لوړې تعرفې سره مخ شي، چې تر ۴۰ سلنې پورې به رسېږي. له هغه وروسته ویتنام دی چې تعرفې به یې تر ۳۵ سلنې پورې وي او نور هېوادونه به یا د ۲۰ سلنې او یا هم له ۲۵ سلنې تعرفو سره مخامخ شي. خو د دغو تعرفو ځینې به په عملي ډول راکمې شي، ځکه چې د تعرفو لپاره به هغه محدودیتونه (caps) تطبیق شي چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ مخکې پرې هوکړه کړې وه. د امریکا د سوداګرۍ استازي جېمېسن ګرېر ویلي چې نوي تعرفې به د امریکايي کارګرانو لپاره برابر فرصتونه رامنځته کړي او نړیوال اقتصاد به یوې نوې او لا پایداره لارې ته بوځي. نوموړي ادعا کړې چې د امریکا ډېرو سوداګریزو شریکانو له څو لسیزو راهیسې…
Quick facts
Timeline
-
Bbc
امریکا د چین او هند په ګډون پر خپلو سترو سوداګریزو شریکانو نوې تعرفې اعلان کړې – BBC News پښتو
Sources
External sources
امریکا د چین او هند په ګډون پر خپلو سترو سوداګریزو شریکانو نوې تعرفې اعلان کړې – BBC News پښتو