Healthافغانستانپښتو

په لسو میاشتو کې له درېیو هېوادونو څه باندې ۱.۴ مېلیونه افغان کډوال… — AF International

روان خبرHealth1 سرچینېتازه شوی: 2026-11-26 02:30:58🎙 راډیو واورئ

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په تېرو لسو میاشتو کې له پاکستان، ایران او ترکیې څه باندې یو مېلیون او ۴۰۰زره افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي. د دغه وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني د طالبانو تر واک لاندې ملي راډیو ټلوېزیون سره په خبرو کې ویلي، له راستنېدونکو افغان کډوالو سره د طالبانو حکومت او همکارو بنسټونو په بېلابېلو برخو کې مرستې کړې دي. نوموړي زیاته کړې: «د تېرو لسو میاشتو په ترڅ کې له پاکستان، ایران او ترکیې نه یو مېلیون، ۴۲۰زره او ۹۴۱ افغان کډوال په خپله خوښه او په اجباري ډول بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي دي». ورته مهال په افغانستان کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وايي، چې راستنې شوې افغان کورنۍ محدودو امکاناتو ته لاسرسی لري. دغه ادارې په یوه خبرپاڼه کې ټینګار کړی، چې له دغه کورنیو سره باید په بېلابېلو برخو کې مرستې او همکارۍ وشي. له ګاونډیو او سیمه‌ییزو هېوادونو د افغان کډوالو د ستنېدو بهیر په داسې حال کې دوام لري، چې ګڼې راستنې شوې کورنۍ په افغانستان کې د سرپناه، کار، روغتیايي خدمتونو او لومړنیو اړتیاوو د برابرولو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي. د باړې په منډۍ کې د څارویو سوداګر حبیب الله افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، پخوا به یې هره ورځ لسګونه…

لنډ معلومات

موضوعHealth
سرچینې1
تازه شوی2026-11-26 02:30:58

مهالوېش

  1. AF International

    په لسو میاشتو کې له درېیو هېوادونو څه باندې ۱.۴ مېلیونه افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي

سرچینې

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-11-25 23:12:52

په لسو میاشتو کې له درېیو هېوادونو څه باندې ۱.۴ مېلیونه افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button