کابل (پژواک) – د اندونیزیا چارواکو ویلي چې د دغه هېواد په لوېدیځ جاوا ولایت کې د سرو زرو یوه ناقانونه کان ته د سېلاب ننوتو له امله ۱۳ کارګر مړه شوي او ۱۳ نور لا هم په کان کې بند پاتې دي. رویټرز راپور ورکړی چې په دغه کان کې د بند پاتې ۱۳ کارګرو د موندلو لپاره د لټون عملیات نن (پنجشنبه) بېرته پیلېږي. د راپور له مخې، د دوشنبې په ورځ ۲۶ کارګر د جاکارتا پلازمېنې سوېل ته په بوګور سیمه کې د سرو زرو یوه ناقانونه کان ته ننوتلي وو چې د سختو بارانونو او کان ته د سېلاب ننوتو له امله د ځمکې په ۱۰۰ مترۍ ژوروالي کې بند پاتې شول. د لوېدیځ جاوا ولایت د پولیسو مشر هنګکي رویټرز ته ویلي چې د دې پېښې د ۱۳ مړه شوو کارګرو له ډلې د شپږو هویت تر اوسه تثبیت شوی دی. هغه زیاته کړې چې که د هوا شرایط برابر وي، د لټون عملیات به نن هم دوام وکړي. د اندونیزیا د چارواکو په وینا، د کان د ننوتلو لارې تنګوالی، ښویوالی او تیاره د بند پاتې کارګرو ته د ژغورونکو لاسرسی ستونزمن کړی دی. د اندونیزیا د لټون او ژغورنې ادارې ویلي چې مرستندویو ځواکونو خپلې هڅې د کان پر دوو ورننوتونکو لارو متمرکزې کړې او کان ته د ننوتلو لپاره له رسۍ کار…
Quick facts
Timeline
-
Pajhwok
اندونیزیا کې د سرو زرو یوه کان ته د سېلاب ننوتو له امله ۱۳ کارګر مړه شوي
Sources
Afghan sources
اندونیزیا کې د سرو زرو یوه کان ته د سېلاب ننوتو له امله ۱۳ کارګر مړه شوي