HealthKabulافغانستاندری

د کینیا یوې محکمې د امریکا په ملاتړ د اېبولا ناروغانو د قرنطین… — Pajhwok

در حال تکمیلHealthKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-11-26 16:15:17🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک) – د کینیا یوې محکمې امر کړی چې په دغه هېواد کې دې د امریکا په ملاتړ د اېبولا پر ناروغۍ د اخته کسانو لپاره د قرنطین مرکز د جوړولو چارې تر هغه ودرول شي چې حکومت له امریکا سره د لاسلیک شوي تړون جزییات خپاره او د محکمې غوښتنې پوره کړي. د رویټرز راپور له مخې، محکمې امر کړی چې تر هغه دې د یاد مرکز د جوړولو چارې ودرول شي تر څو حکومت د محکمې غوښتنې نه وي پوره کړي؛ په دې غوښتنو کې له امریکا سره د لاسلیک شوي تړون د جزییاتو خپرول هم شامل دي. دغه ۵۰ بستریز مرکز د کینیا په مرکزي سیمه کې نانیوکي ښار ته نږدې په «لایکیپیا» پوځي هوايي اډه کې له خېمو جوړېده او ټاکل شوې وه چې د امریکايي وګړو په ګډون د اېبولا ویروس د احتمالي لېږدوونکو کسانو د قرنطین لپاره وکارول شي. د یاد مرکز جوړولو په اړه د کینیا خلکو اعتراضونه کړي وو؛ ځکه هغوی اندېښنه لرله چې د اېبولا ناروغي به له کانګو ډیموکراتیک جمهوریت څخه دغه هېواد ته خپره شي. په دغو اعتراضونو کې دوه ځوانان وژل شوي هم وو. د کینیا د اساسي قانون د څار بنسټ «کاتیبا» اجرائیوي مشرې نورا امباګاتي ویلي چې د محکمې حکم څرګندوي چې هېڅ روغتیايي بېړنی حالت او له کوم بهرني دولت سره تړون له اساسي…

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعHealth
منابع1
به‌روزرسانی2026-11-26 16:15:17

خط زمانی

  1. Pajhwok

    د کینیا یوې محکمې د امریکا په ملاتړ د اېبولا ناروغانو د قرنطین مرکز د جوړېدو چارو د درولو امر کړی

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-11-26 20:44:08

د کینیا یوې محکمې د امریکا په ملاتړ د اېبولا ناروغانو د قرنطین مرکز د جوړېدو چارو د درولو امر کړی

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button