HealthKabulافغانستاندری

طالبانو په درې روغتیايي مرکزونو کې د لرې واټن درملنې ازمایښتي پروژه پیل کړه

در حال تکمیلHealthKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-11-27 01:52:37🎙 رادیو را بشنوید

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د قزاقستان د یوه شرکت په همکارۍ د لرې واټن درملنې یا ټیلي‌مېډیسن ازمایښتي پروژه پیل کړې ده. دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، پروژه د پنجشنبې په ورځ د کابل په مرکزي پولي‌کلینیک کې د عصري وسایلو او ټکنالوژۍ په کارولو پیل شوې ده. د وزارت په وینا، ټاکل شوې دغه سیستم د یوې ټاکلې مودې لپاره په درې روغتیايي مرکزونو کې په ازمایښتي ډول وکارول شي. له دې پړاو وروسته به د تخنیکي ډلې او د وزارت د مسوولانو په ګډون د پروژې پایلې وارزول شي او د پراختیا په اړه به یې پرېکړه وشي. لرې واټن درملنه د انلاین مشورو، د ناروغانو د لومړنۍ ارزونې، د درملنې د څارنې، د لابراتواري پایلو د تفسیر او د درملو د تجویز لپاره کارول کېږي. خو په افغانستان کې د انټرنېټ محدود لاسرسی، د خلکو د ټکنالوژۍ په اړه لږه بلدتیا او د قانوني چوکاټ نشتوالی د دې سیستم د پراختیا پر وړاندې مهمې ننګونې بلل کېږي.

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعHealth
منابع1
به‌روزرسانی2026-11-27 01:52:37

خط زمانی

  1. Parstoday

    طالبانو په درې روغتیايي مرکزونو کې د لرې واټن درملنې ازمایښتي پروژه پیل کړه

منابع

External sources

ParstodayPS
2026-11-27 01:47:13

طالبانو په درې روغتیايي مرکزونو کې د لرې واټن درملنې ازمایښتي پروژه پیل کړه

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button