د سعودي عربستان د انرژۍ وزارت ویلي، چې په جازان ښار کې د ارامکو شرکت د تېلو پر چاڼځای په هوايي برید کې یو نیپالی کارکوونکی وژل شوی، څو نور ټپیان دي او د دغه چاڼځای ځینې فعالیتونه په موقتي توګه درول شوي دي. د ترکمنستان چارواکو رویټرز ته ویلي، د ټاپي ګاز نللیکې د هرات برخې د جوړولو چارې چې په ۲۰۲۴ کال کې پیل شوې، د روان میلادي کال تر پایه به بشپړې شي او هرات ته به د ګازو لېږد د ۲۰۲۷ کال په لومړیو کې پیل شي.د عشقاباد د معلوماتو له مخې، د سرحداباد او هرات ترمنځ د ۱۵۳ کیلومتره اوږدې لارې شاوخوا ۱۲۴ کیلومتره پایپونه غځول شوي او د نښلولو چارې یې هم ترسره شوې دي. که څه هم د دې برخې بشپړېدل په افغانستان کې د پروژې د عملي کېدو چارې وروستي پړاو ته رسوي، خو دا د پاکستان او هند پر لور د ټولې ۱۸۰۰ کیلومتره لارې له لسمې برخې هم کمه ده.د راپور له مخې، یوازې د هرات د برخې لګښت شاوخوا ۶۰۰ میلیونه ډالره اټکل شوی، چې دا د یوې لویې پروژې برخه ده. ټاکل شوې چې ټاپي په کال کې د ۳۳ میلیارد متر مکعب ګاز د لېږد ظرفیت ولري، په داسې حال کې چې افغانستان به په لومړیو کې هر کال یوازې ۵۰۰ میلیونه متر مکعب ګاز ترې واخلي.د…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
د سعودي عربستان د تېلو پر چاڼځای برید؛ یو کارکوونکی وژل شوی او ځینې فعالیتونه درېدلي
سرچینې
Afghan sources
د سعودي عربستان د تېلو پر چاڼځای برید؛ یو کارکوونکی وژل شوی او ځینې فعالیتونه درېدلي