افغانستانامنیتدریغور

فضل‌الرحمان په ټول پاکستان کې د پرلتونو د ځنډولو او لاریونونو اعلان وکړ — AF International

در حال تکمیلSecurityغور1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-11-27 02:32:18🎙 رادیو را بشنوید

نوموړي د جمعیت علمای اسلام ګوند د مشرانو او غړو نیول، د مولانا فضل الرحمان پر وړاندې د خنډونو جوړول او د دغه ګوند د کاروانونو پر مخ د لارو تړل غیرډیموکراتیک او غیرانساني اقدامات بللي دي. پښتین ویلي: «د سوله‌ییزې سیاسي غونډې پر وړاندې د جنرالانو دا ډول کړنې استعماري، ظالمانه او غیرانساني دي، چې د برېتانوي استعمار د دورې د تګلارو دوام دی.» د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر د دغو اقداماتو د غندلو ترڅنګ د جمعیت علمای اسلام ګوند له مشرتابه او غړو سره خپل پیوستون څرګند کړی دی. نوموړي زیاته کړې، چې د پاکستان پوځ د پښتون ژغورنې غورځنګ، د بلوڅانو د پیوستون کمېټې، د کشمیر د پیوستون کمېټې او په ګلګت بلتستان او سند کې پر ولسي غورځنګونو هم په زور محدودیتونه لګولي دي. پښتین ویلي: «دا مهال د پښتون ژغورنې غورځنګ لسګونه ملګري په زندانونو کې بندیان دي او درې ملګري مو له یوه کال راهیسې لادرکه دي.» د هغه په وینا، د بلوڅانو او کشمیریانو د غورځنګونو مشران او غړي هم زنداني شوي او د کشمیر د غورځنګ ګڼ غړي وژل شوي دي. نوموړي ویلي، چې په سند او ګلګت بلتستان کې هم ورته وضعیت حاکم دی. نوموړي زیاته کړې: «په دغه استعماري نظام کې یوازې هغو ګوندونو ته د غونډو، لاریونونو او سیاسي فعالیتونو اجازه ورکول کېږي، چې سل په سلو کې د…

اطلاعات کوتاه

مکانغور
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-11-27 02:32:18

خط زمانی

  1. AF International

    فضل‌الرحمان په ټول پاکستان کې د پرلتونو د ځنډولو او لاریونونو اعلان وکړ

منابع

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-11-26 21:43:23

فضل‌الرحمان په ټول پاکستان کې د پرلتونو د ځنډولو او لاریونونو اعلان وکړ

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button