EnglishKabulPoliticsافغانستان

ټرمپ د ایران په استخباراتي ملاتړ کې د چین او روسیې رول کم‌اهمیته… — Pajhwok

DevelopingPoliticsKabul1 SourcesUpdated: 2026-11-27 05:37:53🎙 Listen to radio

کابل (پژواک) – د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران په استخباراتي ملاتړ کې د روسیې او چین د همکارۍ راپورونه کم‌اهمیته بللي او ویلي یې دي چې مسکو او بيجینګ په دې جګړه کې چندان ښکېل نه دي او دواړه هېوادونه د جګړې پای ته رسېدل غواړي. الجزیرې راپور ورکړی چې ډونالډ ټرمپ تېره ورځ ماښام د فلوریډا ایالت په مارالاګو کې په خپل استوګنځي کې یوې خبري غونډې ته ویلي چې روسیه او چین له ایران سره د پام وړ استخباراتي مرسته نه کوي. سرچینې لیکلي چې ټرمپ له ایران سره د روسیې او چین د استخباراتي همکارۍ په اړه د خبریالانو د پوښتنې په ځواب کې ویلي: «زما په اند، هغوی په ایران کې ډېر لږ ښکېل دي. هغوی ښکېلېدای شي، خو زما له نظره، ښکېلتیا د ډزو کولو په معنا ده، نه د لږو معلوماتو ورکولو.» هغه له ایران سره د روسیې د استخباراتي همکارۍ د راپورونو په اړه هم ویلي: «فکر نه کوم چې هغوی ډېره مرسته کوي.» ټرمپ زیاته کړې چې له خپل چیني سیال شي جین‌پینګ او د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره یې په وروستۍ لیدنه کې د ایران د جګړې په اړه هم خبرې کړې او د ده په باور، دواړه مشران د دې جګړې پای ته رسېدل غواړي. هغه ویلي: «فکر کوم هغوی په دې برخه کې له ما…

Quick facts

LocationKabul
TopicPolitics
Sources1
Updated2026-11-27 05:37:53

Timeline

  1. Pajhwok

    ټرمپ د ایران په استخباراتي ملاتړ کې د چین او روسیې رول کم‌اهمیته بللی

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-11-27 10:04:19

ټرمپ د ایران په استخباراتي ملاتړ کې د چین او روسیې رول کم‌اهمیته بللی

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button