EconomyKabulافغانستاندری

ګل‌حسن حسن: د افغانستان ستراتيژیک موقعیت د سیمې د سوداګرۍ او ترانزیټ لپاره… — Pajhwok

در حال تکمیلEconomyKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-11-27 05:50:09🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک) ـ په مسکو کې د افغانستان سفیر د استراخان په څلورم نړۍوال فورم کې د روسیې، ترکمنستان، افغانستان او ایران ترمنځ د ترانسپورټي لارو، سوداګرۍ، ګډو پانګونو او تولیدي همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی. په مسکو کې د افغانستان سفارت تېره شپه ناوخته پر خپله اېکس‌‌پاڼه لیکلي چې په مسکو کې د.ا.ا سفیر مولوي ګل‌حسن حسن د استراخان په څلورم نړۍوال فورم «د شمال ـ سوېل نړۍوال ترانسپورټي دهلېز؛ نوي افقونه او فرصتونه» کې ګډون او وینا وکړه. سرچینې زیاته کړې، نوموړي د افغانستان ستراتيژیک موقعیت د سیمې د سوداګرۍ او ترانزیټ لپاره مهم وباله او د روسیې، ترکمنستان، افغانستان او ایران ترمنځ یې د ترانسپورټي لارو، سوداګرۍ، ګډو پانګونو او تولیدي همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ. هغه همدارنګه د افغاني محصولاتو د صادراتو، د روسیې بازار ته د لاسرسي، بانکي او ګمرکي اسانتیاوو د پراختیا غوښتنه وکړه. سرچینې لیکلي، د فورم په څنډه کې، ګل‌حسن حسن د استراخان له والي ایګور یوریویچ بابوشکین سره کتلي او دواړو لورو افغان سوداګرو ته د ویزو د اسانتیا، د اقتصادي اړیکو د پراختیا او د روسیې بازار ته د افغاني محصولاتو د لاسرسي په اړه خبرې کړې دي. سرچینې زیاته کړې، چې ګل‌حسن حسن د استراخان د بهرنیو اړیکو له مرستیال وزیر ایلیا واسیلیویچ او د صنعت، سوداګرۍ او انرژۍ وزارت له استازو سره هم کاري لیدنې کړې دي….

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعEconomy
منابع1
به‌روزرسانی2026-11-27 05:50:09

خط زمانی

  1. Pajhwok

    ګل‌حسن حسن: د افغانستان ستراتيژیک موقعیت د سیمې د سوداګرۍ او ترانزیټ لپاره مهم دی

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-11-27 10:19:05

ګل‌حسن حسن: د افغانستان ستراتيژیک موقعیت د سیمې د سوداګرۍ او ترانزیټ لپاره مهم دی

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button