HealthKabulافغانستانپښتو

غزه کې د اسرائیلو تازه بریدونه؛ لسو فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی — Pajhwok

روان خبرHealthKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-11-27 08:00:06🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک) – د راپورونو له مخې، د غزې روغتیايي چارواکو ويلي چې د اسرائيلو د تازه بريدونو له امله د دې تړانګې په بېلابېلو سیمو کې لسو فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی. د اسوشیټېډ پرېس د راپور له مخې، دغه بريدونه د پنجشنبې په شپه او د ورځې په اوږدو کې د غزې په مرکزي او شمالي سیمو کې شوي دي. د راپور له مخې، د غزې په مرکزي سیمه دیرالبلح کې د یوه استوګنیز اپارتمان پر ودانۍ د اسرائیلو په هوايي برید کې د حماس د سیاسي دفتر غړی او د دغه غورځنګ د پوهنې وزارت مرستیال خالد ابو ندا او مېرمن یې ژوند له لاسه ورکړی دی. د غزې د الشفاء روغتون چارواکو ویلي چې د غزې ښار په تفاح او شاطي سیمو او دیرالبلح کې په درېیو نورو هوايي بریدونو کې اووه کسان وژل شوي دي. د الاقصی شهیدانو روغتون چارواکو ویلي چې د غزې په مرکزي سیمه کې د بریج کډوالو پنډغالي ختیځ ته د اسرائیلي ځواکونو په ډزو کې یو ۶۲ کلن فلسطینی هم وژل شوی دی. دغه بریدونه په داسې حال کې شوي چې د ۲۰۲۵ کال په اکټوبر کې د اسرائیلو او حماس ترمنځ د اوربند له هوکړې سره سره په غزه کې د اسرائیلو هوايي بریدونه او ډزې دوام لري. د غزې د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۳…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعHealth
سرچینې1
تازه شوی2026-11-27 08:00:06

مهالوېش

  1. Pajhwok

    غزه کې د اسرائیلو تازه بریدونه؛ لسو فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-11-27 12:27:46

غزه کې د اسرائیلو تازه بریدونه؛ لسو فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button