د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، اردوغان د چهارشنبې په ورځ د ناټو د مشرانو غونډې په پای کې وویل چې د سیمې د کړکېچونو د حل لپاره باید د خبرو اترو او ډیپلوماسۍ لاره پیاوړې شي. هغه د اسلاماباد د وروستي توافق هرکلی وکړ او ویې ویل چې باور لري په پای کې به «سلیم عقلبریالی شي». د ترکیې ولسمشر ټینګار وکړ: «زموږ سیمه د یوې نوې شخړې او جګړې د زغملو توان نه لري.» د اردوغان دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په وروستیو اوونیو کې د منځني ختیځ امنیتي وضعیت، په ځانګړي ډول د ایران او اسراییل ترمنځ د تاوتریخوالي او د سیمې د نورو کړکېچونو له امله، د نړیوالې ټولنې اندېښنې زیاتې کړې دي. مېرمن کوفي ټینګار کړی چې په دغه هېواد کې د تلپاتې او هراړخیزو روغتیايي خدماتو وړاندې کول د ښځینه ډاکټرانو، نرسانو او قابلو له فعال شتون او ګډون پرته هېڅکله ممکن نه دی. فوزیه کوفي په خپلو څرګندونو کې ویلي چې د پولیو یا ګوزڼ ناروغۍ د له منځه وړلو او د نورو لومړنیو روغتیايي خدماتو د رسولو لپاره د ښځو لاسرسی، پوهاوی او د تصمیم نیونې له مرحلې نیولې تر پلي کېدو پورې په ټولو پروسو کې د هغوی ونډه حیاتي ده. هغې زیاته کړې، دا تمه کېږي هغه ښځې چې تر هر نوم لاندې افغانستان ته…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
د امریکا پوځ: د ایران اسلامي جمهوریت پر ضد مو پراخ بریدونه پیل کړي دي
سرچینې
Afghan sources
د امریکا پوځ: د ایران اسلامي جمهوریت پر ضد مو پراخ بریدونه پیل کړي دي