په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ ویلي، چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له مشر سره یې د افغانستان د کډوالو او بېځایه شویو خلکو د ملاتړ په اړه ګټورې خبرې کړې دي. مېرمن دلیل پر خپلې اېکس پاڼې په یوه خپره کړې لیکنه کې پوښتنه کړې چې په داسې یوه نجلۍ کې چې کتاب ورسره وي، څه شته چې یو وسلهوال سړی ترې دومره وېره لري. هغې زیاته کړې چې د افغان نجونو او ښځو مبارزه د هغوی د خپل ځواک له ژور او عمیق درک څخه سرچینه اخلي. د عامې روغتیا پخوانۍ وزیرې لیکلي چې د افغان نجونو او ښځو دغه بیداري او اګاهي د هغوی په وړاندې د طالبانو د وېرې اصلي لامل دی. د هغې په وینا، د افغانستان ښځو او نجونو دا حقیقت درک کړی او له همدې امله یې خپلې مبارزې ته دوام ورکړی دی. په همدې حال کې، د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم په دغه ازموینه کې د نجونو پر نشتوالي او بېبرخې کېدو ژوره خواشیني څرګنده کړې ده. ښاغلي کرزي هیله ښودلې چې هرڅه ژر د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیستل شي او هغوی ته د زده کړې او تحصیل زمینه برابره شي. د پنجشنېر لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۷مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
اروپايي ټولنه: د افغان کډوالو د ملاتړ لپاره د کډوالو عالي کمېشنرۍ سره همکاري پیاوړې کوو
سرچینې
Afghan sources
اروپايي ټولنه: د افغان کډوالو د ملاتړ لپاره د کډوالو عالي کمېشنرۍ سره همکاري پیاوړې کوو