EnglishPoliticsافغانستانلوګر

لوګر کې د څه باندې ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو پروژو… — Bakhtar

DevelopingPoliticsلوګر1 SourcesUpdated: 2026-07-09 00:32:10🎙 Listen to radio

Summary: د لوګر ولایت په ازرې ولسوالۍ کې د سېلابونو مخنیوي په موخه د څه باندې ۲۳.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو استنادي دېوالونو د جوړولو چارې پیل شوې. د لوګر مرستیال والي شیخ انعام‌الله صلاح‌الدین د دغو پروژو د پرانیستې پر مهال وویل، چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ګڼ شمېر رغنیزې پروژې پلې کېږي، چې د خلکو ستونزو په هواري کې به اغېزمن رول ولوبوي. ورته مهال د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست تخنیکي سلاکار انجنیر فضل‌الرحمن عمرزي باختر اطلاعاتي اژانس ته وویل، چې په تنګ درې سیمه کې به د ۳۸۵ متره په اوږدوالي او د کڅوالو سپین جومات په سیمه کې به د ۴۵۰ متره په اوږدوالي استنادي دېوالونه د شپږو میاشتو په موده کې جوړ شي. ورته مهال، د ازرې ولسوالۍ قومي مشرانو د یادو پروژو په پیل خوښي څرګنده کړې او د دغې ولسوالۍ د سړک جوړولو، د امبولانس برابرولو او د نورو پراختیايي پروژو د پلي کېدو غوښتنه یې کړې ده. د یادونې وړ ده، چې د دغو پروژو په بشپړېدو سره به سلګونه جریبه کرنیزې ځمکې، استوګنیز کورونه او عامه ځایونه د سېلابونو له ګواښ څخه خوندي شي.

Quick facts

Locationلوګر
TopicPolitics
Sources1
Updated2026-07-09 00:32:10

Timeline

  1. Bakhtar

    لوګر کې د څه باندې ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو پروژو چارې پیل شوې

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-07-08 17:40:37

لوګر کې د څه باندې ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو پروژو چارې پیل شوې

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button