د افغانستان د څېړونکو شبکه وايي چې ډېری کورنۍ د خپل اقتصادي وضعیت د ښه کېدو په هیله، اروپايي هېوادونو ته د خپل کورنۍ د غړو د سفر د لګښتونو د پوره کولو لپاره، پور اخیستلو، د شتمنیو پلورلو او یا هم د خپلو جایدادونو ګرو کولو ته اړې کېږي. د دغه سازمان د راپور له مخې، نړۍ تر ۲۰۳۰ کال پورې د ماشومانو د ودونو د پای ته رسولو په تړاو له خپلې کړې ژمنې شاته پاتې ده. دغه راپور د جمعې په ورځ (د لیندۍ ۶مه) د ماشومانو، کمعمره او جبري ودونو د له منځه وړلو له لومړۍ نړیوالې ورځې سره هممهاله خپور شوی دی. د ماشومانو د ملاتړ نړیوال سازمان ویلي، چې هر کال په نړۍ کې ۱۲ میلیونه له ۱۸ کلونو کمعمره نجونې واده کېږي. دا شمېره په هره دقیقه کې د ۲۳ نجونو او په هرو درېیو ثانیو کې د یوې نجلۍ له واده سره برابره ده. د ماشومانو د حقونو دغه مدافع بنسټ ویلي، چې له ۲۰۱۴ کال راهیسې په نړۍ کې د ماشومانو د ودونو کچه یوازې ۳،۴ سلنه راټیټه شوې او له ۲۱،۹ سلنې څخه ۱۸،۵ سلنې ته رسېدلې ده. دغه سازمان ټینګار کړی، چې په تېرو دوو کلونو کې په دې برخه کې نږدې هېڅ پرمختګ نه دی شوی او د اوسني بهیر دوام د راتلونکو څلورو کلونو په ترڅ کې…
Quick facts
Timeline
-
AF International
څېړنه: ډېری افغان کورنۍ اروپا ته د خپلو اولادونو د لېږلو لپاره پور اخلي
Sources
Afghan sources
څېړنه: ډېری افغان کورنۍ اروپا ته د خپلو اولادونو د لېږلو لپاره پور اخلي