Politicsافغانستانپښتولغمان

په لغمان کې له ۱۰۰ ډېر ښوونځي ودانۍ نه لري؛ زده‌کوونکي تر شنه اسمان لاندې زده‌کړې کوي + راپور

روان خبرPoliticsلغمان1 سرچینېتازه شوی: 2026-11-28 06:14:59🎙 راډیو واورئ

په لغمان ولایت کې له سلو ډېر ښوونځي ودانۍ نه لري او زده‌کوونکي یې اړ دي چې په ازاده فضا کې خپلې زده‌کړې وکړي؛ هغه وضعیت چې د ژمي سړه هوا، د اوړي ګرمي او د موټرو شورماشور یې د زده‌کړو بهیر له ګڼو ستونزو سره مخ کړی دی. د لغمان ولایت د پوهنې رئیس مولوي شاه جهان ساجد وايي، په دغه ولایت کې له ۱۰۰ څخه ډېر ښوونځي ودانۍ نه لري او زده‌کوونکي یې تر شنه اسمان لاندې زده‌کړې کوي. د نوموړي په وینا، ۱۲۹ نور ښوونځي ودانۍ لري، خو د احاطې دیوالونه او نورې اړینې اسانتیاوې پکې نشته. د ښوونځیو د ودانیو نشتوالی؛ د زده‌کوونکو پر وړاندې لویه ستونزه د بې‌ودانیو ښوونځیو زده‌کوونکي وايي، په ژمي کې سړه هوا او په اوړي کې شدیده ګرمي د دوی د زده‌کړو بهیر ستونزمنوي او په داسې شرایطو کې په سمه توګه درسونه نه شي لوستلای. دوی زیاتوي، هغه ښوونځي چې سړکونو ته نږدې موقعیت لري، د موټرو د شور او تګ راتګ له امله هم د زده‌کړو پر مهال له ستونزو سره مخ وي. د دغو ښوونځیو مدیران او ښوونکي هم وايي، په دې وروستیو کې له کډوالۍ وروسته د ګڼو کورنیو راستنېدو د زده‌کوونکو شمېر زیات کړی، خو د ښوونځیو د ودانیو او مناسبو درسي اسانتیاوو نشتوالی د زده‌کړو پر بهیر منفي اغېز کړی دی. د پوهنې ریاست: د…

لنډ معلومات

ځایلغمان
موضوعPolitics
سرچینې1
تازه شوی2026-11-28 06:14:59

مهالوېش

  1. Parstoday

    په لغمان کې له ۱۰۰ ډېر ښوونځي ودانۍ نه لري؛ زده‌کوونکي تر شنه اسمان لاندې زده‌کړې کوي + راپور

سرچینې

External sources

ParstodayPS
2026-11-28 06:06:23

په لغمان کې له ۱۰۰ ډېر ښوونځي ودانۍ نه لري؛ زده‌کوونکي تر شنه اسمان لاندې زده‌کړې کوي + راپور

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button