KabulPoliticsافغانستانپښتو

اسلام‌اباد کې د مولانا فضل‌الرحمن د استوګنځي د مهرولاک کولو امر شوی — Pajhwok

روان خبرPoliticsKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-11-28 07:12:04🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک) – د اسلام‌اباد پراختیايي ادارې د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند د مشر مولانا فضل‌الرحمن د استوګنځي د مهرولاک کولو امر صادر کړی دی. جیو نیوز نن راپور ورکړی چې د اسلام‌اباد پراختیايي ادارې دغه امر وروسته له هغه صادر کړی چې د امان‌الله په نوم د یاد کور د مالک پاکستانۍ پېژندپاڼه لغوه شوې ده. د یادې ادارې د حکم له مخې، پاکستاني دولتي ادارو امان‌الله بهرنی وګړی پېژندلی دی. د اسلام‌اباد پراختیايي ادارې ویلي، د نومبر په ۲۶مه یې امان‌الله ته خبرتیا ورکړې وه چې دغې ادارې ته حاضر شي، خو نوموړی حاضر نه شو چې له امله یې د یاد کور تخصیص لغوه شوی دی. دغه امر داسې مهال صادر شوی چې په دې وروستیو کې د پاکستان د حکومت او جمعیت علمای اسلام ګوند ترمنځ سیاسي کړکېچ زیات شوی او د دغه ګوند پلویانو د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې لاریونونه پیل کړي دي.

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعPolitics
سرچینې1
تازه شوی2026-11-28 07:12:04

مهالوېش

  1. Pajhwok

    اسلام‌اباد کې د مولانا فضل‌الرحمن د استوګنځي د مهرولاک کولو امر شوی

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-11-28 11:38:33

اسلام‌اباد کې د مولانا فضل‌الرحمن د استوګنځي د مهرولاک کولو امر شوی

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

دا هم وګورئ
Close
Back to top button