EconomyKabulافغانستانپښتو

کابل کې د سرو زرو او مایع ګاز بیې لوړې شوي، خو د… — Pajhwok

روان خبرEconomyKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-11-28 08:35:10🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک) – نن د ۷ ورځو مخکې په پرتله کابل ښار کې د سرو زرو او مایع ګاز بیې لوړې شوې دي، د پټرولو او ډیزلو ټیټې شوې، خو د خوراکي توکو بیو بدلون نه دی کړی او د افغانۍ پر وړاندې د امریکایي ډالر ارزښت هم لوړ شوی دی. د کابل ښار د وزیراباد د تېلو ټانک یوه کارکوونکي حکمت‌الله محمدي پژواک ته وویل، نن د اوو ورځو مخکې په پرتله د یوه لېټر پټرولو بیه له ۷۸ څخه ۷۷ افغانیو او د یوه لېټر ډیزلو بیه له ۸۶ څخه ۸۵ افغانیو ته راټیټه شوې ده. د هغه په خبره، په نړۍوالو بازارونو کې د تېلو د بیو ټیټېدل او د وارداتو زیاتوالی د کابل ښار په بازارونو کې د دغو توکو د بیو ټیټېدو له لاملونو دي. خو د کابل ښار په دهن‌باغ سیمه کې یوه هټۍوال محمدجان امین وویل چې نن د تېرې شنبې په پرتله د یوه کیلوګرام مایع ګاز بیه له ۶۰ څخه ۶۴ افغانیو ته لوړه شوې ده. د هغه په وینا، د وارداتو کمښت په کابل کې د مایع ګاز د بیې لوړېدو لامل شوی دی. د کابل ښار د یوې زرګرۍ خاوند محمدفواد وویل، نن د اوو ورځو مخکې په پرتله د ۷۵۰ عیار لرونکو یوه ګرام عربي سرو زرو بیه له ۶۳۰۰ څخه ۶۵۷۰ افغانیو او د ۵۸۵ عیار لرونکو…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعEconomy
سرچینې1
تازه شوی2026-11-28 08:35:10

مهالوېش

  1. Pajhwok

    کابل کې د سرو زرو او مایع ګاز بیې لوړې شوي، خو د تېلو ټیټې شوې دي

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-11-28 13:03:10

کابل کې د سرو زرو او مایع ګاز بیې لوړې شوي، خو د تېلو ټیټې شوې دي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button