EnglishPoliticsافغانستانلوګر

لوګر کې د نږدې ۱۴۴ میلیون افغانیو په لګښت د ۱۱ کیلومتره سړک… — Pajhwok

DevelopingPoliticsلوګر1 SourcesUpdated: 2026-11-28 10:40:08🎙 Listen to radio

پل‌علم (پژواک) – د لوګر ولایت په محمداغې ولسوالۍ کې د نږدې ۱۴۴ میلیون افغانیو په لګښت د ۱۱ کیلومتره معیاري سړک جوړولو چارې پیل شوې چې په بشپړېدو سره به یې د سیمې ۲۸ کلي له یو بل سره ونښلول شي. دغه سړک چې اته متره پلنوالی لري، د محمداغې ولسوالۍ له آببازک سیمې تر سیاه‌بیني پورې غځېږي او د جوړولو چارې به یې په دوو کلونو کې بشپړې شي. د یادې پروژې د پیل په مراسمو کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر ملا عبداللطیف منصور، د لوګر مرستیال والي مولوي محمدیوسف مستري، د دغه ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا رییس، دیني عالمانو او قومي مشرانو ګډون کړی و. د لوګر د کلیو د بیارغونې او پراختیا رییس مولوي نورالله حکمت په دغو مراسمو کې وویل، دغه پروژه د ۱۴۳ میلیونه او ۷۵۷ زره افغانیو په لګښت پلې کېږي. د هغه په وینا، په دې پروژه کې د ۱۱۹۸ مترو په اوږدوالي د استنادي دېوالونو، پلچکونو او نورو اړوندو تأسیساتو جوړول هم شامل دي. د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر ملا عبداللطیف منصور په دغو مراسمو کې وویل، دغه وزارت هڅه کوي چې د هېواد په کچه زېربنایي او خدماتي پروژې په عادلانه او متوازن ډول پلې کړي. هغه زیاته کړه، کلیو ته د اغېزناکو خدمتونو رسول، د کاري فرصتونو رامنځته کول، د بېوزلۍ…

Quick facts

Locationلوګر
TopicPolitics
Sources1
Updated2026-11-28 10:40:08

Timeline

  1. Pajhwok

    لوګر کې د نږدې ۱۴۴ میلیون افغانیو په لګښت د ۱۱ کیلومتره سړک جوړولو چارې پیل شوې

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-11-28 15:09:06

لوګر کې د نږدې ۱۴۴ میلیون افغانیو په لګښت د ۱۱ کیلومتره سړک جوړولو چارې پیل شوې

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button