Newsافغانستانپښتوخوست

خوست کې د «خوشحال» په نوم یوې نوې راډیو خپرونې پیل کړې — Bakhtar

روان خبرNewsخوست1 سرچینېتازه شوی: 2026-11-28 14:32:13🎙 راډیو واورئ

Summary: د خوست ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د «خوشحال» په نوم یوې نوې راډیو د ۹۲.۲ اېف ایم پر څپو خپلې خپرونې پیل کړې. د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو امر حافظ فضل هادي شاکر د یادې راډیو د رسمي خپرونو د پیل په مناسبت هیله څرګنده کړه، چې خوشحال راډیو به د ټولنې غوښتنو او اړتیاوو ته په پام سره خپلې خپرونې وړاندې کړي او د خلکو د معلوماتو، پوهاوي او فکري ودې په برخه کې به اغېزمن رول ولوبوي.د یاد ریاست د معلوماتو له مخې؛ اوسمهال په دغه ولایت کې ۲۲ شخصي رسنیو جوازونه ترلاسه کړي، چې له ډلې یې ۳ تلویزونونه او ۱۹ نورې یې راډيو ګانې دي.

لنډ معلومات

ځایخوست
موضوعNews
سرچینې1
تازه شوی2026-11-28 14:32:13

مهالوېش

  1. Bakhtar

    خوست کې د «خوشحال» په نوم یوې نوې راډیو خپرونې پیل کړې

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-11-28 10:25:19

خوست کې د «خوشحال» په نوم یوې نوې راډیو خپرونې پیل کړې

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button