Kabulافغانستانامنیتپښتو

د برېتانیا د کار او تقاعد پر وزارت سایبري برید شوی — Pajhwok

روان خبرSecurityKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-11-28 17:20:21🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک) – د برېتانیا د کار او تقاعد وزارت وايي چې د دغه وزارت پر سیسټمونو د سایبري برید له امله یې ځینې خدمات په موقت ډول بند کړي دي. رویټرز راپور ورکړی چې د یاد وزارت متخصصین د سایبري برید په اړه څېړنې کوي او هڅه کوي معلومه کړي چې د دغه وزارت سیسټمونو ته د غیرمجاز لاسرسي د هڅې لامل څه و. د برېتانیا د کار او تقاعد وزارت ویاند ویلي چې د دغه هېواد له ملي سایبري امنیت مرکز او د حکومت د سایبري همغږۍ له مرکز سره په ګډه د پېښې د علت معلومولو لپاره کار کوي. هغه ډاډ ورکړی چې د دغه سایبري برید سره سره به د تقاعد معاشونو او ټولنیزو مرستو ورکړه د معمول په څېر روانه وي. د راپور له مخې، په وروستیو کلونو کې د برېتانیا ګڼ شرکتونه او بنسټونه د پرله‌پسې سایبري بریدونو هدف ګرځېدلي او ځینو یې د میاشتو لپاره په خپلو فعالیتونو کې له ګډوډۍ سره مخ شوي دي. په دغو بنسټونو کې د برېتانیا کتابتون، د وینې د معایناتو یو مرکز، د لندن د ځمکې لاندې اورګاډي شبکه، مارکس اېنډ سپنسر، کوپ او جاګوار لېنډ روور شامل دي.

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-11-28 17:20:21

مهالوېش

  1. Pajhwok

    د برېتانیا د کار او تقاعد پر وزارت سایبري برید شوی

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-11-28 21:44:46

د برېتانیا د کار او تقاعد پر وزارت سایبري برید شوی

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button