کابل (پژواک) – د برېتانیا د کار او تقاعد وزارت وايي چې د دغه وزارت پر سیسټمونو د سایبري برید له امله یې ځینې خدمات په موقت ډول بند کړي دي. رویټرز راپور ورکړی چې د یاد وزارت متخصصین د سایبري برید په اړه څېړنې کوي او هڅه کوي معلومه کړي چې د دغه وزارت سیسټمونو ته د غیرمجاز لاسرسي د هڅې لامل څه و. د برېتانیا د کار او تقاعد وزارت ویاند ویلي چې د دغه هېواد له ملي سایبري امنیت مرکز او د حکومت د سایبري همغږۍ له مرکز سره په ګډه د پېښې د علت معلومولو لپاره کار کوي. هغه ډاډ ورکړی چې د دغه سایبري برید سره سره به د تقاعد معاشونو او ټولنیزو مرستو ورکړه د معمول په څېر روانه وي. د راپور له مخې، په وروستیو کلونو کې د برېتانیا ګڼ شرکتونه او بنسټونه د پرلهپسې سایبري بریدونو هدف ګرځېدلي او ځینو یې د میاشتو لپاره په خپلو فعالیتونو کې له ګډوډۍ سره مخ شوي دي. په دغو بنسټونو کې د برېتانیا کتابتون، د وینې د معایناتو یو مرکز، د لندن د ځمکې لاندې اورګاډي شبکه، مارکس اېنډ سپنسر، کوپ او جاګوار لېنډ روور شامل دي.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Pajhwok
د برېتانیا د کار او تقاعد پر وزارت سایبري برید شوی