Kabulافغانستانامنیتپښتو

ټرمپ دې د بګرام هوائي ډګر د بېرته نیولو خوبونه وویني

روان خبرSecurityKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-07-09 01:17:40🎙 راډیو واورئ

د افغانستان د طالبانو یوه چارواکي افغانستان ته د امریکائي عسکرو د بېرته ستنېدو احتمال رد کړ او وې ویل، ډونالډ ټرمپ دې د بګرام هوايي ډګر د بېرته ترلاسه کولو هیله یوازې په خوب کې وویني. د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، د افغانستان د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال مهاجر فراهي له «انډیا ټوډې» خبری چینل سره په مرکې کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه پرله‌پسې غوښتنې ملنَډې یاد کړې چې د بګرام هوايي ډګر د بېرته نیولو په اړه ئې کړې ، او ټینګار ئې کړی چې دا اډه به هېڅکله بیا د واشنګټن واک ته ونه سپارل شي. هغه پاکستان ته د افغانستان پر خاورې د وروستیو هوائي بریدونو په تړاو خبرداری هم ورکړ او وې ویل، کابل به د هر ډول بهرني تېري پر وړاندې له خپل ملي حاکمیت څخه کلکه دفاع وکړي. فراهي د بګرام د سټراټیژیکې هوايي ډګر ته د امریکا د احتمالي بېرته ستنېدو آوازې رد کړې او وې ویل: ټرمپ دې د بګرام هوايي اډه یوازې په خوب کې وویني. د بګرام هوايي اډه، چې د کابل په شمال کې موقعیت لري، د پخواني شوروي اتحاد په پړاؤ کې جوړه شوې وه. د ۲۰۰۱ کال د ستمبر د یوولسمې له بریدونو وروسته، دا هوائي ډګر په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ځواکونو تر…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-07-09 01:17:40

مهالوېش

  1. Parstoday

    ټرمپ دې د بګرام هوائي ډګر د بېرته نیولو خوبونه وویني

سرچینې

External sources

ParstodayPS
2026-07-09 01:09:49

ټرمپ دې د بګرام هوائي ډګر د بېرته نیولو خوبونه وویني

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button