Kabulافغانستانامنیتدری

بلوچستان کې د اوو افغانانو په ګډون ۱۱ کارګر وژل شوي — Pajhwok

در حال تکمیلSecurityKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-11-29 14:38:28🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک) – د پاکستان د بلوچستان ایالت په کوهلو ولسوالۍ کې د ناپېژاندو وسله‌والو په برید کې د ډبرو سکرو کانونو ۱۱ کارګر وژل شوي چې اووه یې افغانان دي. بي‌بي‌سي د کوهلو ولسوالۍ د یوه لوړپوړي دولتي چارواکي له قوله چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، راپور ورکړی چې ناپېژاندو وسله‌والو د یادې ولسوالۍ په اوسړي سیمه کې ۱۱ کارګر په ډزو وژلي دي. د دغه چارواکي په وینا، یاد کارګر له چمالنګ سیمې د دوکۍ پر لور روان وو چې د وسله‌والو تر برید لاندې راغلل. سرچینې ویلي، په وژل شویو کې اووه افغانان او څلور ځايي اوسېدونکي شامل دي او مړي یې د عدلي طبي معایناتو لپاره روغتون ته لېږدول کېږي. تر اوسه کومې ډلې د دغه برید مسوولیت نه دی منلی. بلخوا، د بلوچستان د کورنیو چارو ایالتي وزارت د رسنیو مرستیال بابر یوسفزي دغه برید غندلی او د انسانیت پر وړاندې یې ستر جنایت بللی دی. د پاکستان د کورنیو چارو فدرالي وزیر محسن نقوي هم دغه برید غندلی، د کارګرو پر وژل کېدو یې خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د بې‌ګناه کارګرو په نښه کول د وحشت تر ټولو بده بڼه ده. د یادونې ده چې تر دې مخکې هم د بلوچستان په چمالنګ او دوکۍ سیمو کې د ډبرو سکرو کانونو پر کارګرو بریدونه شوي دي.

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-11-29 14:38:28

خط زمانی

  1. Pajhwok

    بلوچستان کې د اوو افغانانو په ګډون ۱۱ کارګر وژل شوي

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-11-29 19:07:16

بلوچستان کې د اوو افغانانو په ګډون ۱۱ کارګر وژل شوي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button