EnglishKabulافغانستانامنیت

بوسنیا درې ایراني ډیپلوماټان د جاسوسۍ په شک ایستلي — Pajhwok

DevelopingSecurityKabul1 SourcesUpdated: 2026-11-29 18:32:06🎙 Listen to radio

کابل (پژواک) – د بوسنیا او هرزګوینا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د درېیو ډيپلوماټانو په ګډون یې څلور ایراني وګړي د جاسوسۍ د فعالیتونو په شک له دغه هېواده ایستلي دي. د کرواشیا ملي خبري اژانس «هینا» راپور ورکړی چې د بوسنیا او هرزګوینا د بهرنیو چارو وزیر المالدین کوناکوویچ د یادو کسانو د ایستلو موضوع تایید کړې ده. د راپور له مخې، څلور واړه ایرانیان د نومبر په ۲۵مه له بوسنیا او هرزګوینا وتلي دي. د ایستلو پرېکړه د دغه هېواد د استخباراتي او امنیتي ادارې (OSA) د معلوماتو پر بنسټ شوې ده. په ایستل شویو کسانو کې حسین مهدیان‌فرد، د ایران په سفارت کې درېیم سلاکار، او دوه اتشې، مرتضی فضلي او احسان سجادي منزه شامل دي. د سید یاسر سیدمحمد په نوم یو بل ایرانی هم ایستل شوی، خو په بوسنیا کې یې د دندې او موقف څرنګوالی نه دی روښانه شوی. کوناکوویچ د دې موضوع په اړه رسنیو ته ویلي چې دا یوه امنیتي مسئله ده او اړوند امنیتي ادارې کولای شي په اړه یې څرګندونې وکړي. د هینا د راپور له مخې، د بوسنیا امنیتي ادارو مهدیان‌فرد د ایران د اطلاعاتو او امنیت وزارت (MOIS) کارکوونکی بللی او درې نور ایستل شوي ایرانیان یې د ایران له سپاه پاسداران سره تړلي ګڼلي دي. مهدیان‌فرد د ۲۰۲۵ کال له نیمايي راهیسې په بوسنیا کې…

Quick facts

LocationKabul
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-11-29 18:32:06

Timeline

  1. Pajhwok

    بوسنیا درې ایراني ډیپلوماټان د جاسوسۍ په شک ایستلي

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-11-29 22:54:50

بوسنیا درې ایراني ډیپلوماټان د جاسوسۍ په شک ایستلي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button