Kabulافغانستانامنیتپښتو

سپېس‌اېکس پر امریکايي ځواکونو د بریدونو لپاره د ایران له‌خوا د سټارلېنک کارول… — Pajhwok

روان خبرSecurityKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-11-29 21:32:05🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک) – د سپېس‌اېکس شرکت هغه راپور رد کړی چې ګواکې ایران پر امریکايي ځواکونو په بریدونو کې د دغه شرکت له سټارلېنک انټرنېټ څخه کار اخیستی او ویلي یې دي چې دا ادعا «په بشپړه توګه ناسمه» ده. د رویټرز د راپور له مخې، سپېس‌اېکس د یکشنبې په ورځ پر خپله اېکس‌پاڼه کې لیکلي چې نه دغه شرکت او نه هم د امریکا دفاع وزارت داسې شواهد لري چې ایراني ځواکونو دې له سټارلېنک څخه کار اخیستی وي. دغه شرکت زیاته کړې: «ځکه چې داسې څه هېڅکله نه دي شوي.» واشنګټن پوسټ تر دې مخکې راپور ورکړی و چې د سپېس‌اېکس اجرائیوي رییس ایلان ماسک د سټارلېنک له خدمتونو څخه د دوو غیرمجازو کارونو په اړه له خبرېدو وروسته سخت غوسه شوی و؛ هغه کارونه چې د امریکا پر ځواکونو د ایران له پوځي هڅو سره تړاو لري. واشنګټن پوسټ ادعا کړې وه چې د امریکا د دفاع وزیر پېټ هېګسېټ ته په یوه محرمانه راپور کې د ایراني پوځ له‌خوا د سټارلېنک د کارونې موضوع هم بیان شوې وه؛ خو د امریکا دفاع وزارت رویټرز ته ویلي چې د دفاع وزیر دفتر ته د دې موضوع په اړه د داسې کوم راپور له لېږلو خبر نه لري. ایلان ماسک د سپېس‌اېکس د اعلامیې په بیا خپرولو سره واشنګټن پوسټ ته په اشارې لیکلي: «دغه ورځپاڼه باید د…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-11-29 21:32:05

مهالوېش

  1. Pajhwok

    سپېس‌اېکس پر امریکايي ځواکونو د بریدونو لپاره د ایران له‌خوا د سټارلېنک کارول رد کړل

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-11-30 01:58:44

سپېس‌اېکس پر امریکايي ځواکونو د بریدونو لپاره د ایران له‌خوا د سټارلېنک کارول رد کړل

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button